Banner

غزل : کبیر ریحان خوست

03.01.2011 17:14


چې اوسي د تر څو راته په زړه کې فاصله
تر هغه به مو وي په ژوندانه کې فاصله

په تا پسې لاس ایخوا دیخوا وړمه لکه ړوند
ته چرته یې ښکاریږي نه په شپه کې فاصله


 د خپل تصویر نه هم د بوسې ویره لري ښايی
پریږدي هر وخت په ځان او ایینه کې فاصله

ستا زړه د عشق ماڼۍ او زما زړه له عشق کباب
ښکاره ده په مسجد او بتخانه کې فاصله

 

ښایست تا  د یوې ادا که ټول کړمه نو دا به
انداز کړم د سپوږمۍ نه ان تر ځمکې  فاصله

کبیر ریحان خوست

عبدالمتين سمسور 17.06.2012 07:35

دير احترامات او سلامونه ديره شايسته غزل ده

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.